د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند دکرنې ریاست کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۳۵
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند دکرنې ریاست کارکوونکو سره وکتل

۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان هلمند ته د سفر په ترڅ کې، ددې ولايت دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب او د یاد ولایت دکرنې ادارې کارکوونکو سره وکتل.
 ددې کتنې په ترڅ کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان وويل:"په دې وروستيو کلونو کې د وچکالۍ کچه لوړه شوې ده، چې ورسره کروندګر او بزګران له ګڼو ستونزو سره مخ دي".
ښاغلی فيضان وويل، چې د يادې ستونزې د حل په موخه دکرنې وزارت د اوبو مهارولو او چکډمونو جوړولو ته لومړيتوب ورکوي. دهغه په خبره هملند ته يې د سفر موخه هم همداده، چې په دې ولايت کې د اوبو چکډمونو جوړولو او اوبو مهارولو پر لارو چارو له نږدې کار ووشي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ته خپلو فعالیتونو او کړنو د راپورو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې په دې ولایت کې د چکډمونو جوړولو ته ډېره اړتیا لېدل کېږي او د کرنې وزارت څخه يې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې خپل پلانونه چټک کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او طبيعي سرچينو په برخه کې د شته ستونزو د ارزونې په پار ياد ولايت ته سفر کړی.
په دي لیدنه کې د کرنې وزارت له مرستیال سره د کرنې وزارت د مالې او حسابي رئیس مولوي ضیا الدین واقف او د کرنې وزارت د څړځایونو رئیس خالد صاحب زاده هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې یوولسمه غونډه ترسره شوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکې پلاوی د ننګرهار ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۷
Background image

خوست کې د همکارو برنامو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له استازو سره د غوره همغږۍ او پروژو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د پروان ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پروان ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند غونډه تر سره کړه.
ياده. . .

بازگشت