د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند دکرنې ریاست کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Nov 30 2022 3:35 PM
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د هلمند دکرنې ریاست کارکوونکو سره وکتل

۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان هلمند ته د سفر په ترڅ کې، ددې ولايت دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب او د یاد ولایت دکرنې ادارې کارکوونکو سره وکتل.
 ددې کتنې په ترڅ کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوي باز محمد فيضان وويل:"په دې وروستيو کلونو کې د وچکالۍ کچه لوړه شوې ده، چې ورسره کروندګر او بزګران له ګڼو ستونزو سره مخ دي".
ښاغلی فيضان وويل، چې د يادې ستونزې د حل په موخه دکرنې وزارت د اوبو مهارولو او چکډمونو جوړولو ته لومړيتوب ورکوي. دهغه په خبره هملند ته يې د سفر موخه هم همداده، چې په دې ولايت کې د اوبو چکډمونو جوړولو او اوبو مهارولو پر لارو چارو له نږدې کار ووشي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ته خپلو فعالیتونو او کړنو د راپورو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې په دې ولایت کې د چکډمونو جوړولو ته ډېره اړتیا لېدل کېږي او د کرنې وزارت څخه يې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې خپل پلانونه چټک کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او طبيعي سرچينو په برخه کې د شته ستونزو د ارزونې په پار ياد ولايت ته سفر کړی.
په دي لیدنه کې د کرنې وزارت له مرستیال سره د کرنې وزارت د مالې او حسابي رئیس مولوي ضیا الدین واقف او د کرنې وزارت د څړځایونو رئیس خالد صاحب زاده هم حضور درلود.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS