د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د نورستان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۵۹
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د نورستان د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل

۱۴اسد ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د نورستان ولایت د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه غونډه وکړه.
په دې کتنه کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په نورستان ولایت کې د کرنې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په زیاته اندازه اوبه د نورستان ولایت لپاره یو ستر نعمت دی، باید خلکو لپاره د لومړنیو خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې کار وکړو او دا چاره د کروندګرو او د کرنې کارکونکو پورې اړه لري، په دې فکر وکړئ، چې په نورستان کې کوم نباتات ښه پایله ورکوي، خلکو لپاره نوي نوښتونه او ښه خبرونه راوړي. په تېرو درېیو کلونو کې نوي پیوندونه، نوي تخمونه او غوره پرمختیایي پروژې پلي شوي دي. موږ د ریاستونو د ارزونې په پآر راغلي یو، په همدې موخه راغلي یو چې وګور کومې کړنې ترسره شوي دي او څه باید وکړو.»
د اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ رییس مولوي معاذ الله عادل هم هېواد کې له نعمتونو څخه د اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې یې د طبیعي زېرمو پر ساتنې او اغېزمنې استفادې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د نورستان د کرنې رییس مولوي شېر اغا پير حبيب الرحمن د کرنې رياست د فعاليتونو او دندو په اړه راپور وړاندې کړ او د کرنې په برخه کې يې کار کول د افغانستان له بېوزلۍ څخه د خلاصون يوه اغېزمنه لاره وبلله.

معین آبیاری و منابع طبیعی نشستی را با کارمندان ریاست زراعت نورستان برگزار کرد
۱۴اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در  جریان سفر به ولایت نورستان نشستی را با حضور رییس و کارمندان ریاست زراعت آن ولایت جهت بررسی کلی وضعیت زراعت و مالداری آن ولایت برگزار کرد. 
معین آبیاری و منابع طبعی در این نشست در رابطه با فرصت‌های موجود در سکتور زراعت در ولایت نورستان سخن زده علاوه کرد" آب فروان نعمت بزرگ است که نورستان دارد باید کار ‌کنیم تا خوراکه‌های اولیه مردم تهیه شود و‌ این بستگی به کار دهقانان و کارمندان زراعت می‌باشد، فکر کنید که در نورستان چه نتیجه می‌دهد، ابتکار و بشارت نو به مردم بیاورید، پیوند نو‌، تخم نو، پروژه ‌های انکشافی خوبی در سه سال تطبیق شده آمدیم تا ریاست ها ارزیابی کنیم، به همین خاطر آمدیم ببینیم که چه کار شده است و چه کاری باید بکنیم".
مولوی معاذ الله عادل رییس تکنالوژی‌های نوین آبیاری نیز در این نشست پیرامون استفاده موثر از نعمت‌های موجود در وطن سخن زده و تاکید بر حفاظت و استفاده موثر از منابع طبیعی در کشور کرد.
در همین حال مولوی شیرآقا پیر حبیب الرحمان رییس زراعت نورستان گزارش فعالیت‌ها و کارکردهای ریاست زراعت را بیان کرده و کار در بخش زراعت را راهی موثر جهت خلاصی سازی افغانستان از فقر و تنگدستی دانست.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت