د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې CDRRP د مشرۍ او ارزونې بورډ غونډه
۱۳ کب ۱۳۹۹
د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې یا CDRRP د مشرۍ او ارزونې بورډ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشرۍ په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې د پروژې د اړوندو خواو همکاران په حضوري او انلاین ډول د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړي و.
له ډلې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې «UNDP» ادارې مرستیال سورایو، د UNDP د برنامو آمر انجنیر سلیم، د CDRRP د پروژې سرپرست بختیار الکوزی،د چاپېريال ساتنې ملي ادارې استازي، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت استازي، د کليو دبيارغونې او پراختيا وزارت استازي، د هوا پېژندنې رياست استازي، د کابل پوهنتون استادان او د ملګرو ملتونو د UNOPS د سیمه ییز دفتر استازو ګډون در لود.
په دې غونډه کې، د اقليمي بدلونونو له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د ټيټولو پروژې د تېرکال پر لاسته راوړنو او فعاليتونوتو او د راتلونکې کال پر پلانونو خبرې وشوې او دغه راز د پروژې د بودیجې د تعدیلاتو په موخه پر وړاندیزونو خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې حشمت الله غفوری د اتخاذ شویو پرېکړو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې. وروسته د یادې پروژې چارواکو ژمنه وکړه، چې په ټاکلي موده کې به لارښوونو ته رسېدنه وکړي.