د افغانستان د کرنې وزارت او د ایران د کرنې جهاد وزارت د متخصصینو ترمنځ انلاین ناسته دایره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۸:۳۴
د افغانستان د کرنې وزارت او د ایران د کرنې جهاد وزارت د متخصصینو ترمنځ انلاین ناسته دایره شوه


۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
ایران اسلامي جمهوریت ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لوړ پوړي پلاوي د ترسره شوي سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۹۱ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي و، چې د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو هوکړه‌لیکونو د همغږۍ او تعقیب په موخه د ایران د کرنې جهاد له وزارت سره یوه انلاین ناسته وکړه.
په یاد سفر کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مختلفو برخو پورې اړوند ۱۷ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي و، چې د پلي کېدو لپاره یې د دغه وزارت له لوري یوه تخصصي کمېټه ټاکل شوې.
په انلاین ناسته کې د دواړو وزارتونو متخصصینو د کرنې، مالدارۍ، کرنیزو او مالدارۍ څېړنو، بڼوالۍ پراختیا، مسلکي روزنو او کرنتین موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د دې ناستې موخه د هوکړه‌لیکونو د مادو د پلي کېدو لپاره لا زیاتې همغږي رامنځته کول او د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې تخنیکي او علمي همکاریو ته وده ورکول یاد شوي دي.


برگزاری جلسه آنلاین میان متخصصین وزارت زراعت افغانستان و وزارت جهاد کشاورزی ایران
۲۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
در ادامه سفر هیئت عالی‌رتبه به رهبری ملا عبدالغنی برادر، معاون اقتصادی ریاست‌الوزرا، به جمهوری اسلامی ایران که در جریان آن ۹۱ تفاهم‌نامه میان دو کشور امضا گردید، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری کشور به هدف هماهنگی و پی‌گیری تفاهم‌نامه‌های مربوطه، جلسه‌ای آنلاین با وزارت جهاد کشاورزی ایران برگزار کرد.
در این سفر، ۱۷ مورد از تفاهم‌نامه‌های امضا شده مربوط به بخش‌های مختلف وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بوده و به‌منظور اجرایی‌سازی آن‌ها، کمیته‌ای تخصصی از سوی این وزارت تعیین گردیده است.
در جلسه آنلاین میان متخصصین دو وزارت، پیرامون موضوعاتی چون زراعت، مالداری، تحقیقات زراعتی و مالداری، توسعه باغداری، آموزش‌های فنی، و مسایل قرنطینه‌ای بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
هدف از این نشست، ایجاد هماهنگی بیشتر برای عملی‌سازی مفاد تفاهم‌نامه‌ها و گسترش همکاری‌های تخنیکی و علمی میان افغانستان و ایران در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت