دکرنې وزير دکاپيسا والي سره په غونډه کې دکرنې او مالدارۍ دپروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۶:۴۷
دکرنې وزير دکاپيسا والي سره په غونډه کې دکرنې او مالدارۍ دپروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

۲۲ مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټرانوارالحق احدي دخپل کار په دفترکې دکاپيسا والي عبداللطيف مراد سره وکتل او په دې ولايت کې دکرنې او مالدارۍ دبېلابېلو پروژو پر پلي کېدو خبرې اترې وکړې.
په دې ليدنه کې دکاپيسا والي وويل، چې په یاد ولايت کې دکرنې او اوبولګولو په برخه کې پروژې پلي شوې او ددې ترڅنګ دکرنيزو محصولاتو مديريت په اډانه کې هم ۱۶۹پروژې پلي شوي دي، چې ډېر اغېزناکې دي.
ښاغلی مراد دکرنې له وزير څخه په دې ولايت کې د کرنې، بڼوالۍ، ځنګلونوساتنې، اوبولګولو او  دمالدارۍ په برخه کې ددې ولايت داړتياوړ نوروو پروژو دزياتېدو او عملي کېدو غوښتنه وکړه.
دغونډې په پای کې ډاکټر انوارالحق احدي وويل، چې دښو چوپړتياوو وړاندې کولو په پار موږ هلې ځلې کوو چې، دکاپيسا ولايت په ګډون  د ۱۴۰۰ام مالي کال په پلان کې د شاملو برنامو ترڅنګ  يوشمېر نورې پروژې هم پلي کړو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

روزګان کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالی کې پر ۴۹ بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شول.
د زعفرانو د پیازو د وېش پروګرام د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

ننګرهار کې د نږدې ٥٠٠ زره افغانیو په ارزښت د سبو او مېوو وچولو وسایل او میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول

د ننګرهار ولایت په رودات، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د سبو او مېوو د وچولو ماشینونه او اړوند وسایل، او همدارنګه د اوبو د ښه مدیریت په موخه میرابانو ته بایسکلونه ووېشل شول.
د ننګرهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

بازگشت