دکرنې وزارت سرپرست دنړيوال بانک له چارواکو سره دکرنيزو پروژو په هکله خبرې وکړې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۷:۴۸
دکرنې وزارت سرپرست دنړيوال بانک له چارواکو سره دکرنيزو پروژو په هکله خبرې وکړې


۲۴ لړم ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزير  داکتر انوارالحق احدي د نړيوال بانک له چارواکو سره  داسټراټيژيکو زېرمو دپروژې تړل، دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» پای، دکرنې دودې او خوړوخونديتوب بېړنۍ پروژې دوضعيت ارزول او داميد دپروژې دپيل په هکله، دويډيو کنفرانس له لارې خبرې اترې وکړې.
  دکرنې وزارت سرپرست په دې ويډيو کنفرانس کې دپروژو په تمويل کې دنړيوال بانک له مرستو او دکرنې وزارت له پروژو سره دهمکاريو مننه وکړه او وويل، چې دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه، يو حياتي او دهېواد دنننۍ اړتيا اړونده پروژه وه.
ښاغلی احدي په دې برخه کې دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې دبديل غوښتنه وکړه.
دغه راز دکرنې وزارت سرپرست داسټراټيژيکو زېرمو دپروژې پر تړلو خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې جدي اړتيا شتون لري او هيله لري چې داسټراټيژيکو زېرمو پروژه بيا پيل شي.
په همدې حال کې په افغانستان کې دنړيوال بانک په دفترکې دکرنې سکټور مسوول امان عليم زی او ددې بنسټ يوشمېر نور چارواکو د پروژو دپلي کېدو په هکله خوښي وښودل او ويې ويل، چې دپروژو دپلي کېدو دپياوړتيا په پار اړتيا ده، چې ډېرې خبرې اترې ووشي ترڅو دپروژو دچارو ښه والي ته زمينه برابره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت