دکرنې او مالدارۍ مرستیال د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۱۸
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د نهه ویشتم خزاني نندارتون له غرفو څځه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې پر مهال دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله؛ دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ددې لیدنې په ترڅ کې د غرفه لرونکو وړاندیزونه، نظرونو او ستونزې واورېدل او اړوندو چارواکو ته د شته ستونزو د حل په پار لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د نندارتون د چارو د ښه پرمختګ په پار د نندارتون اړوندو چارواکو ته هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د کرنې او مالدارۍ د سکټور د ودې لپاره اغېزمن وبلل او د کابل او د هېواد د نورو ولایتونو له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د کرنې وزارت له خوا په جوړ شوي د کرنیزو محصولاتو په خزانې نندارتون کې په کډون سره د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان ۱۴۰۲ یم کال د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې د څلورو ورځو لپاره د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

بازدید معین زراعت و مالداری از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی  
مومولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از غرفه‌های  بیست‌ونهمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی وزارت زراعت که در بادام باغ کابل برگزار گردیده بازدید کرد.
در جریان این بازدید معین زراعت و مالداری نظریات، پیشنهادات و مشکلات غرفه داران را استماع نموده و هدایات لازم را  جهت بهبود امور نمایشگاه به مسوولان مربوطه سپرده و همچنان جهت بهبود امور نمایشگاه به مسوولان برگزاری نمایشگاه رهنمایی‌های لازم را انجام داد.
معین زراعت و مالداری برگزاری چنین نمایشگاه ها را جهت رشد سکتور زراعت و مالداری کشور موثر دانسته و از باشنده گان کابل و سایر ولایت کشور خواست که جهت حمایت از محصولات داخلی در نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی که از سوی وزارت زراعت برگزار شده است اشتراک نمایند.
بیست‌و نهمین نمایشگاه محصولات زراعتی در فصل خزان از ۲۶ الی ۲۹ میزان سال ۱۴۰۲ توسط وزارت زراعت  برگزار گردیده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت