دهلمند ولایت موسی قلعه کې دپنبې د پروسس ماشينونه فعاله او ګټې اخستتې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۶
دهلمند ولایت موسی قلعه کې دپنبې د پروسس ماشينونه فعاله او ګټې اخستتې ته وسپارل شول

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، دموسی قلعه ولسوالی کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او دکندهار د کډوالو مؤسسې په تخنيکي همکارۍ، ځان بسیاینې ته د رسېدو اوغذايي سيسټم پروژې ترچتر لاندې د پنبې د پروسس دوه پایې ماشينونه نصب او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
دغه ماشینونه د یادې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت او نورو مسؤلینو په حضور کې ددغې ولسوالی اړوند ښهرګي او بغني مانده په سیمو کې فعاله شوي دي، چې بزګران به پکې پنبه او پنبه دانه سره جلا کوي او بیا به یې بازار ته وړاندې کوي.
په ورته وخت کې د یادو سیمو اوسېدونکو ددغو ماشینونو په فعالیدو سره خوښي وښوده او وې ویل، چې پخوا به یې دغه چاره په عنعنوي او محلي شکل سرته رسول، چې دامهال به ورته دیادو ماشینونو څخه په ګټې اخستنې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت