دهلمند مرکز لښکرګاه د نیالګیو روزنځای کې د نارنجو بزغلي کرل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۳۱
دهلمند مرکز لښکرګاه د نیالګیو روزنځای کې د نارنجو بزغلي کرل کېږي

۲۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د نارنجو  لس زره نیالګیو د روزلو لړۍ پیل شوی دی. 
ددې پروسې په لړ کې دنارنجو د کرنې په موخه په لس زره پلاستیکي کڅوړو کې د نارنجو باکیفیته تخمونه کرل کېږي، چې یاد تخمونه د مسلکي کارکؤنکو لخوا سږکال تر روزنې لاندې نیول کېږي او راتلونکي کال ته یې نیالګي وېشلو ته چمتو کېږي.
سږکال د هلمند د کرنې ریاست اړوند دطبیعي سرچينو آمریت  مسلکي کارکوونکو لخوا د نیالګیو په یاد روزنځای کې د بېلابېلو مېوه لرونکو نیالګیو ترڅنګ ډول ډول زینتي نیالګي تر روزنې لاندې دي، چې راتلونکي کال ته به ورڅخه زرګونه باکیفیته نیالګي د بڼوالو لپاره چمتو شي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست په دې وروستیو کې هڅې راپیل کړي دي، ترڅو د تخمونو د اصلاح او تکثیر په برخه کې هلمندوال پر ځان بسیا او په کور دننه د بڼوالۍ سکتور ته وده او پراختیا ورکړي، چې په دې برخه کې تر دې مهاله ګڼې لاسته راوړنې لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت