خوست کې یوشمېر کروندګرو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۴:۲۰
خوست کې یوشمېر کروندګرو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د تڼیو ولسوالی له ۵۰ کروندګرو سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
دغه مرستې چې د اړیکو دفتر په همکارۍ پر یادو کروندګور وېشل شوي دي په کې «بېلچې، کلنګ، پلک، لاسي کراچۍ او جبل» شامل دي، چې ددې ولسوالی د طبیعي سرچینو د پراختیا په موخه د واټرشیډونو په جوړولو کې به ورڅخه ګټه پورته شي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کروندګرو ملاتړ، د طبیعي سرچینو خوندیتوب او پراختیا او په ټوله کې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

بازگشت