خوست کې له يوشمېر بزګرانو سره مرستې وشوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۷:۴
خوست کې له يوشمېر بزګرانو سره مرستې وشوې


۱ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولايت ۳۰ بزګرانو سره د کرنيزو توکو، تخمونو او کيمياوي سرو مرسته وکړه.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته ۷ قلمه کرنيز توکي چې په کې د بنډيو يوه کيلو تخم، ،۲۵ کیلو توره سره، ۲۵ کیلوسپینه سره، ۲ دانې چارۍ، یوه دانه پنجه کش، یوه دانه ۲۰ لیتره دواپاشۍ پمپ، ۵ دانې د حاصل راټولولو پلاستیکي جالۍ، دحشراتو دمخنیوی لپاره سریخ، پلاستیکي پیپ او نور ملحقات شامل دي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی اقتصادي ودې ته زمينه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو محصولاتو په پسرلني نندارتون کې د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو ګډون

د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې روان کال د غويي میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې. . .

بازگشت