خوست کې د ځنګلونو ساتنې او جلغوزیو محصول په تړاو قومي مشرانو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۰
خوست کې د ځنګلونو ساتنې او جلغوزیو محصول په تړاو قومي مشرانو سره ناسته ترسره شوه

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالی د ځنګلونو مدیریت د ځینخیلو کلي له قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې، د جلغوزیو محصول راټولولو او د پېر- پلور په بهیر کې د افغانۍ د کارونې په تړاو ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته، د ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي، د نویو ونو کېنولو، د طبیعي شتمنیو خوندي کولو او د چاپېریال د ساتنې په ارزښت تمرکز درلود.
مسوولینو وویل، چې ځنګلونه د هوا د تصفیې، د ځمکې د تودوخې د اعتدال، د ژوو او مرغانو د هستوګنې او د راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره حیاتي اهمیت لري. د دوی په وینا، د غیرقانوني قطع کولو مخنیوی، د جلغوزیو ۱۰٪ محصول اخیستل او د پیر او پلور پروسه په افغانیو ترسره کول، ملي اقتصاد پیاوړی کوي او بزګرانو ته عادلانه ګټه رسوي.
په پای کې ګډونوالو له ټولو وګړو وغوښتل، چې د زرغون افغانستان لپاره په ګډه کار وکړي او د طبیعي شتمنیو د ساتنې په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت