ختیځ کې د شفتالو بې ساری حاصل
دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
ننګرهار، کونړ او لغمان د هېواد په ختیځ کې پروت هغه ولایتونو دي، چې د بېلابېلو مېوو په ځانګړي ډول، د شفتالو د ودې او تولید لپاره مناسب اقلیم، د پام وړ کرنيزې ځمکې، غوره حاصلات، طبيعي مناظر او په ډېرو ولسوالیو کې د پریمانه اوبو په درلودلو سره یې ډېری خلک په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت ساتلي دي، چې په ګڼ شمېر کرنیز توکي، غالې، دانې، او ارزښتناک تولیدات لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ ارزښتناک پروګرامونه او اغېزمنې برنامې په بېلابېلو وختونو کې بڼوالو سره یو ځای پلي کړي دي، چې ورسره په هېواد کې ورځ تر بلې د بڼوالۍ چارې پراخې، د حاصلاتو کچه لوړه او په ترڅ کې یې بڼوالو ته د ګټې وټې او د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
د کرنې وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نورو ګڼو مېوو تر څنګ د شفتالو عصري بڼونه جوړ کړي، چې موخه یې له دې لارې د بڼوالۍ پراختیا، د تازه مېوو دودول او د حاصلاتو کچه لوړول دي.
د هېواد ختیځ ولایتونه د بنوالۍ لپاره خورا ښه او متنوع اقلیم لري، چې له هغې ډلې یې د شفتالو کرکېلي او تولید لپاره مساعد چاپېریال خپل کړی دئ او ورځ تر بلې یې د شفتالو بڼونه زیات او د حاصلاتو کچه مخ په لوړېدو ده.
د هېواد په ختیځ کې پروت همیشه بهار ننګرهار هغه ولایت دی، چې د کال په ټولو فصلونو کې یې تازه مېوې او سابه د هېواد تر بازارونو او مارکېټونو رسېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست او همکارو پروژو له خوا په دې ولایت کې د نورو بېلابېلو په ځانګړې توګه د ستروسو کورنۍ مېوو د بڼونو ترڅنګ د شفتالو بڼونه هم جوړ شوي دي، چې یوشمېر یې دا مهال په حاصل راغلي او یوشمېر نور یې په راتلونکې کالونو کې په حاصل راځي.
د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ځایي چارواکي وایي، چې د شفتالو د نویو بڼونو حاصل ته راسېدل، د ناروغیو پروخت مخنیوی او جدي پاملرنه د دې لامل شوې، چې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه کړي، چې دتېر کال په پرتله يې سږ کال د حاصلاتو کچه د پام وړ زیات شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې شاوخوا په درې زره او ۶۹ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې یوزرو ۸۷۰ جریبه یې په حاصل راغلي دي، چې د اټکل له مخې به څه باندې پنځه زره او ۵۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات راټول شي، چې له امله به یې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول کاري فرصت هم برابر شي.
د ننګرهار بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور، کوټ او مومندرې هغه ولسوالۍ دي، چې د شفتالانو ګڼ شمېر بڼونه پکې کرل شوي دي.
په ننګرهار کې د شلیل، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ نوعه شفتالان کرل شوي، چې د شلیل او ایرلي ګرینډ ډول یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.
بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، ښه هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې ددې ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.
زیارت ګل د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د شفتالو بڼونو د ټولنې مشر دی هغه وایي، چې له دوی سره ثبت شوي شمېرې ښیي دا مهال ۲۲۰ جریبه بڼونه په یاده ولسوالۍ کې حاصل ته رسېدلي او شاوخوا ۲۰۰ جربیه یې لا حاصل ته نه دي رسېدلي، چې په یادو بڼونو کې بېلابېل ډولونه او وریټیانې اېښودل شوي، چې سږ کال یې نورو کالونو ته په کتو د ښې هوا، د ښاخونو پرې کول، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه او د کرنې ریاست د همکاریو له کبله حاصلات زیات او ډېر ښه دي، چې د ننګرهار سربېره د هېواد نور ګڼو ولایتونو ته هم ترې صادرېږي.
نموړی وایي، چې د شفتالو بڼونو جوړولو ته د بڼوالو لېوالتيا تر دې حده رسېدلی، چې اوس هر څوک په خپل شخصي لګښټ په خپلو ځمکو کې د جوړولو هڅې کوي؛ هغه له نورو بڼوالانو هم غواړي تر څو په خپلو بڼونو کې د بڼوالۍ د عصري لارو چارو څخه د ګټې اخېستنې له لارې د شفتالو بڼونه او حاصلات زیات کړي.
د ننګرهار د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې د ننګرهار کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړ کړي.
دغه راز د ننګرهار سربېره کونړ هم هغه ولایت دی، چې د بڼوالۍ د پراختیا په پار پکې د کرنې ریاست او د بېلابېلو همکارو پروژو په مرسته ګڼ پروګرامونه پلي شوي دي، چې له هغې ډلې یې د شفتالو حاصلات پخوالي ته رسېدلي دي.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په یوزرو ۱۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۵۵۰ جریبه یې په حاصل راغلي دي او د اټکل له مخې له یادو بڼونو به سږکال نږدې زر مټریک ټڼه حاصل راټول شي.
د ننګرهار او کونړ تر څنګ لغمان هم د کرنیزو توکو او مېوو د تولید له پلوه خورا بډایه ولایت ګڼل کېږي، چې دکابل سيند ترڅنګ د الينګار او اليشنګ سيندونه هم وخت نا وخت په خورا مستۍ سره بهيږي او د دې ترڅنګ ګڼ شمېركوچني اوغت کاريزونه ، سربندونه هم لري، د اوبو د پراخو اوبډایه زېرمو په درلودلو سره ددې ولايت ډېرى خلک په کرنه اومالدارۍ بوخت دي.
دامهال په یاد ولایت کې دکرنې وزارت اویو شمېر همکارو پروژو په مرسته د ګڼ شمېر بڼونو ترڅنګ د شفتالو بڼونه هم جوړ شوي دي، چې هر کال په زیاته اندازه حاصلات ترې راټولېږي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لغمان ولایت په ۴۶۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې د تولید کچه به یې د اټکل له مخې شاوخوا یو زرو ۵۸۴ ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی پکې راغلی دی.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست په وینا دا مهال په دې ولایت کې د شفتالو د ګڼو ډولونو له ډلې یې فلوریډا کینګ، فلاګولډ، ایرلي ګرونډ، زودرس الماني او مایو کراسټ مشهور دي، چې ډېری بڼونه یې په مهترلام او قرغیو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
دکرنې وزارت دهلو ځلو په ترڅ کې، له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د شفتالو ژر رس بڼونه دود شوي، چې هم ښه حاصلات ورکوي او هم یې ونې ژر مېوه نیسي، چې له هغې ډلې ننګرهار، کابل، فاریاب، هلمند،کندهار، میدان وردګ، بدخشان، بغلان، بلخ، کندز او پروان هغه ولایتونه دي، چې د شفتالو ډېر بڼونه په کې جوړ او ډېر حاصلات له همدغو ولايتونو راټولېږي.