جلال آباد ښار کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په موخه کمپاین ترسره شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۲۱
جلال آباد ښار کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په موخه کمپاین ترسره شو

۲۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت له  لورې په جلال آباد ښار کې داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه کمپاین ترسرشو. ددې کمپاین موخه د استراګانو کیفیت معلومول،کانټینرو کنټرول، حفظ الصحي، تقلبي او بي کیفیته استراګانو کنترول او اړوندو چارواکو ه لازمې سپارښتنې وړاندې کول ښودل شوي دي. 
 د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد کمپاین په ولسوالیو کې هم د مالدارۍ د پیاوړتیا او نسلونو اصلاح په موخه ترسره کېږي، چې په پایله کې به یې باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدې سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بی کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت