ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 3:24 PM
ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې ۱۵ راستنو شوو کورنیو ته د چرګانو د روزنې اړین وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې هرې ټاکل شوې کورنۍ ته د چرګانو د ساتنې لپاره یوه د مرغانچې دروازه، دوه جالۍ لرونکې کړکۍ، دوه د اوبو لوښي، دوه د دانې لوښي، پنځه متره جالۍ، موزې، ماسک او دستکشې ورکړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې په راتلونکي پړاو کې به هرې برخمنې شوې کورنۍ ته ۳۰ قطعه چرګان او ۱۵۰ کیلوګرامه متراکمه خوراکه هم ووېشل شي، څو د چرګانو د روزنې چارې په معیاري ډول پرمخ یوسي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مسؤولینو په وینا، د دغو مرستو موخه د چرګانو د روزنې له لارې د راستنو شوو او بېوزلو کورنیو ملاتړ، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته، د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو په ملاتړ د کوچنیو عایداتي پروژو پلي کولو ته دوام ورکوي، ترڅو د راستنو شوو او اړمنو کورنیو لپاره د دوامدار عاید او ځان‌بسیاینې زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS