لغمان کې دکبانو ۴۰ نوي فارمونه جوړیږي

content_admin
Mon, Feb 17 2020 12:43 PM
 لغمان کې دکبانو ۴۰ نوي فارمونه جوړیږي

۲۸ سلواغه ۱۳۹۸
لغمان کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کب روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار د کبانو ۲۰ فارم لرونکو ته د کب روزنې ۴۰ نوي فارمونه جوړوي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې د کب روزنې د دغو ۴۰ نوي جوړېدونکو فارمونو ټولیز لګښت ۱۹ میلیونه او ۳۳۴ زره افغانۍ ده، چې ددې ولایت اړوند ۲۰ فارم لرونکو ته جوړیږي.
ښاغلی خوشحال وویل، چې روان کال په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي وې، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل و.
د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې د لغمان په مرکز مهترلام او ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې اته زره او ۱۵۶ هکټاره جبه زاره ځمکه شتون لري، چې د کب روزنې فارمونو لپاره مناسبه ده. ښاغلی خوشحال وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دغو ځمکو کې د کبانو فارمونه جوړ شي.
لغمان ولایت کې د کب روزنې ۴۰ نوي فارمونه په داسې حال کې جوړیږي، چې په دې وروستیو کې د کب روزنې د پراختیا د هغې طرحې پر اساس، چې د کرنې وزارت له خوا چمتو او د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوی دی، د فارمونو د جوړولو ترڅنګ، به تر دې وروسته د کرنې وزارت د کب روزنې د تکثیري فارمونو پر جوړولو ډېر کار کوی، تر څو د خصوصي سکټور لپاره د کب روزنې د ودې فرصتونه برابر شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا په ۱۳۹۹ یم کال کې د کب روزنې د څلورو تکثیري فارمونو جوړولو په پار ۴۵ میلیونه افغانۍ ځانکړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې کال کې دکرنې وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د خصوصي سکټور پانګوالو لپاره د کب روزنې ۸۰ فارمونه جوړوي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو او ۳۵۰ ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو د کال څه باندې ۱۱زره او ۵۰۰ ټنه کبان تولیديږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS