د لغمان دوو ولسوالیو کې ۱۲۰ بزګران د خوړو پروسس په برخه کې وروزل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۲۱:۸
د لغمان دوو ولسوالیو کې ۱۲۰ بزګران د خوړو پروسس په برخه کې وروزل شول


۱۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۱۲۰ تنه بزګرانو ته د خوړنیزو مواد د پروسس تر نامه لاندي روزنیز پروګرام دائر او د پروګرام په لړ کې بزګرانو ته عملا له رومیانو څخه د روب جوړولو طریقه وښودل شوه.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د ډاکار خیریه مؤسسې له لارې الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۱۲۰ تنه بزګرانو ته د ننداریزو قطعاتو د ایجاد په موخه د سبو تخمونه ورکړل شوي وو، چې اوسمهال د الینګار ولسوالی کې ۶۰ او الیشنګ ولسوالی کې ۶۰ تنو ته روزنیزه برنامه په لاره واچول شوه. 
د یاد روزنیز پروګرام په پای کې یادو بزګرانو ته پنځه قلمه د پروسس اړین توکي، چې په کې یو پایه دولس نمبره د کوفتې ماشین، یو پلاستیکي طشت، یو درجن قاشغې، یو دانه د رومي پریکولو چاړه او یو درجن د روب ساتلو بوتلونه شامل دي وېشل شوي دي. 
سابه د حاصل راټولو وروسته سمدستې باید په تازه او یا هم پاخه بڼه په مصرف ورسېږي، د ساتنې ظرفیت او موده یې خورا لږه ده، چې د حاصلاتو راټولولو په موده کې یې بیې خورا ټیټ وي او بزګران له زیان او تاوان سره مخ کېږي. په همدې موخه اړتیا ده، چې پروسس شي، په ښه بیه وپلورل شي او یا هم په خپله ترې ګټه پورته کړي. 
په همدې موخه د لغمان دکرنې ریاست هڅه کوي، چې بزګرانو ته د سبو د پروسس لارې چارې عملا وښیې او د پروسس اړین توکي پرې ووېشي، ترڅو دوی خپل محصولات پروسس کړي او راتلونکې کې یې په ښه بیه وپلوري، ترڅو وکولای شی د خپل کورنۍ اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ ورايټيو کیفي څېړنې ترسره شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت اړوند د بڼوالۍ څېړنيز مرکز کې د لوکاټو پر ۱۲ بېلابېلو ورايټيو کیفي څېړنې ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې د ملکيت حقونو د تثبيت کمېټې کار پیل کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د بېلابېلو ادارو استازو په شتون کې دملکیت حقونو تثبيت کمېټې د کارونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د. . .

بازگشت