د هلمند نادعلي کې پر ۵۰۰ بزګرانو د څارویو خوراکي توکي او د شفتلو تخم وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۰:۸
د هلمند نادعلي کې پر ۵۰۰ بزګرانو د څارویو خوراکي توکي او د شفتلو تخم وېش لړۍ پیل شو

۱۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د بشري خیریه مؤسسې (او،اچ،ډبلیو)  په مالي همکارۍ، په نادعلي ولسوالی کي ٥٠٠ تنو بزګرو ته د څارویو خوراکي توکي او شفتلو تخم وېش لړۍ پیل شوی دی، 
د یادې پروسې له لارې هر بزګر ته  ٢٠٠ کیلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي او  ٣کیلوګرامه د شفتلو تخم  وېشل کېږي، چې د سروې او توزیع چارې یې د ګډې کمیټې لخوا سرته رسېږي.
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې ولسوالی ګڼو بزګرو سره د بېلابېلو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او بڼوالۍ برخه کې مرستې ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت