د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو څېړنې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۹:۵۱
د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې پر یوشمېر بوټو څېړنې روانې دي

۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د ننګرهار څېړنیز فارم  کې د غله جاتو او حبوباتو له مختلفو تجاربو څخه لیدنه ترسره کړه. 
د ننګرهار په څېړنیز فارم کې د شولو،  جوارو او سویابینو د۸ تجربو په  ۳۱ ډولونو څېړنې روانې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل اوسمهال د ننګرهار په څېړنیز فارم کې  پر ۸ جریبه ځمکه د جوارو ژر رسه ډولونه د باکیفیته تخم تولید په موخه کرل کېږي.
دغه راز دکرنې رییس وایې پر ۵ جریبه ځمکه  د جوارو ژر رسه او شمال ډولونه او پر دوه جریبه ځمکه سویابینو ګیټ وي نوعه  د مورني تخم تولید په منظور کرل شوي.
همدارنګه پر یو جریبه ځمکه دشولو ۵  تجروبې چې  دوه یې اګرانومیکي او درې د اصلاح په موخه کرل شوي.
د یادو تجاربو موخه د ختیځ زون لپاره د غوره او پر حاصله ډولونو پیداکول او بزګرانو ته د ترویج له لارې معرفي کول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت