د کرنې وزیر د ترکیې له سوداګر ایرکان سیزر سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۹:۵۱
د کرنې وزیر د ترکیې له سوداګر ایرکان سیزر سره وکتل

۷ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د ترکیې له پانګوال ایرکان سیزر او د یاد سوداګر له یوه همکار بشیر احمد حیدري سره وکتل او د افغانستان په کرنیزو محصولاتو کې پر پانګونې خبرې وکړې..
دکرنې وزیر په دې کتنه کې ترکي سوداګر ته د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې په اړه معلومات ورکړل او له هغه يې وغوښتل، چې د افغاني مېوو د پروسس، بسته بندۍ، صادراتو او بازارموندنې په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه د افغانستان کرنيز محصولات طبيعي دي او په نړۍ کې ډېر غوښتونکي لري.
در همین حال سرمایه‌گذار ترکی تعهد همکار با وزارت زراعت و سرمایه‌گذاری بالای تولیدات زراعتی افغانستان را سپرده و از ارسال یک تیم تخنیکی جهت بررسی چگونگی کیفیت و کمیت محصولات زراعتی افغانستان در  زون‌های مختلف به هدف سرمایه گذاری در آینده نزدیک سخن زد.
په ورته وخت کې ترکي پانګوال د افغانستان د کرنې له وزارت سره د همکارۍ او د افغانستان په کرنیزو محصولاتو کې د پانګونې ژمنه وکړه او په نږدې راتلونکې کې د پانګونې په پار د افغانستان په بېلابېلو زونونو کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت د څېړلو په موخه د تخنیکي ټیم د لېږلو خبره وکړه.

دیدار وزیر زراعت با ایرکان سیزر تاجر ترکی 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با ایرکان سیزر سرمایه‌گذار ترکی و بشیر احمد حیدری همکار تجار متذکره دیدار کرده و در مورد سرمایه‌گذاری بالای تولیدات زراعتی افغانستان صحبت کرد.
وزیر زراعت در این دیدار فرصت‌های موجود برای سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت، مالداری و سایر بخش‌ها را به تاجر ترکی بیان کرد و از وی خواست که در بخش پروسس، بسته بندی، صادرات و بازاریابی میوه‌های  افغانستان سرمایه گذاری نماید چون  محصولات زراعتی افغانستان طبیعی است و متقاضیان زیادی در جهان دارد.
در همین حال سرمایه‌گذار ترکی تعهد همکار با وزارت زراعت و سرمایه‌گذاری بالای تولیدات زراعتی افغانستان را سپرده و از ارسال یک تیم تخنیکی جهت بررسی چگونگی کیفیت و کمیت محصولات زراعتی افغانستان در  زون‌های مختلف به هدف سرمایه گذاری در آینده نزدیک سخن زد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت