ننګرهار کې پر نږدې  ۱۰ زره هکتاره ځمکه شولې کرل شوې  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۲:۱۳
ننګرهار کې پر نږدې  ۱۰ زره هکتاره ځمکه شولې کرل شوې  

۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ننګرهار په ۱۴ولسوالیو کې پر ۹ زره او ۹۴۹.۳ هکتاره ځمکه شولې کرل شوي دي.
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل سږ کال د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو «بهسود، کامه،  هسکه مېنه، کوزکونړ،  دره نور،  ګوشته،  رودات،  بټي کوټ،  سپین غر،  مومندره،  سره رود،  خوږیانو،  پچیراګام او حصارک» کې پر ۹ زره او ۹۴۹.۳ هکتاره ځمکه د شولو دوه ډولونه،  غټه شوله یې کې  شیشم باغ،  جلال اباد  او سېله  نرې  کې زود رس او عطایې  وریجې دکتار په بڼه کرل شوي .
تېرکال په ننګرهار کې پر ۸ زره او ۲۲۴ هکتاره ځمکه شولې کرل شوي وی، چې ۲۷ زره او ۱۷۲ مټریک ټنه حاصل تري ترلاسه شوې وه.
دغه راز د کرنې ریاست د کارکوونکو له لورې بزګرانو ته د شولو ناروغیو،  اوبولګولو،  کرنیزو عملیو، بازارموندنې،  کتاري کرنې،  سري ورکولو او حاصل ټولولو کې عملي او نظري روزنه ور کړل شوې ده.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه  په منځنۍ کچه شپږ  ټنه شولې په لاس راځي.
وریجه د غله جاتو له ډلې یو له هغو نباتاتو څخه ده، چې له غنمو او جوارو څخه وروسته په ننګرهار کې په  زیاته اندازه کرل کېږي؛  چې د بزګرانو لپاره دعاید یوه لویه سرچینه ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت