پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۴۲
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د یادې کمېټې رییس او غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې و کړې.
په دې غونډه کې د پروان ولایت د تخنیکي پلاوي رییس مولوی محمد رحیم نعماني، د عدلیې رییس مولوی عبدالقدیرعابد، د ښاروالۍ رییس مولوی سید نیکمل آغا، مستوفي مفتي کفایت الله حقانيی،  د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی قدرت الله ذاکر، د کدستر سروې مسؤل انجنیر عبدالبشیر نظري او د  تخنیکي پلاوي سکرتر عتیق الله الهام ګډون درلود .
د غونډې په پیل کې د پروان د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس مولوی محمد رحیم نعماني د تېرې غونډې د موضوعاتو تر څېړنې وروسته د حاجي محمد وسیم  د حاجي ګل محمد زوی څخه د 35,2 جریبه ځمکې  اقرار خط واخیستل،  چې یاده ځمکه امارتي ده او حاجي محمد وسیم په کې په غیر قانوني توګه د ریګ ریشن شرکت جوړ کړی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت