بامیانو ولایت ته دکرنې وزیر سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۰:۱۳
بامیانو ولایت ته دکرنې وزیر سفر

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر  مولوی عطا الله عمري له خپل مل تيم سره بامیانو ولایت ته د سفر په ترځ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ ددې ولایت له کرنيزو ځمکو په ځانګړې توګه د کچالو له کروندو او بڼونو څخه لیدنه وکړه.
مولوی عطالله عمري ددې سفر په لړ کې د شاه فولادي بڼ څخه چې په ١٠٠ جریبه ځمکه کې جوړه شوې او ٣٠ زره نيالګي په کې اېښودل شوي دي هم لیدنه وکړه.
 دغه راز ددې سفر په څنډو کې د بامیانو ولایت موزيم یې هم وکتل.
مولوی عطاالله عمري د بامیانو ولایت دکرنيزو تولیداتو په هکله خبرې وکړې او ددې ولایت بزګرانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په پار د کرنې وزارت پر هلوځلو خبرې وکړې:«د بامیانو ولایت په هېواد کې د کچالو د کرکیلي او تولید په برخه کې ځانګړی شهرت لري، موږ هلې ځلې کوو چې یاد محصول ته کورنۍ او نړیوال مارکېټ پیدا کړو، د اوبو مدیریت، د مالدارۍ ترویج، د ځنګلونو پراختیا او د معياري او ميکانيزه کرکیلي ترویج زموږ کاري لومړیتوبونه دي.»
د بامیانو و لایت له هغو ولايتونو څخه دی، چې ډېر کچالو تولیدوي، دغه راز غنم او ترڅنګ یې مېوې لکه مڼه، ناک او آلو ددې ولایت عمده تولیدات دي.

سفر وزیر زراعت به ولایت بامیان‌‌
۳۱ سرطان ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی عطا الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تیم همراه شان به ولایت بامیان سفر نموده با مسوولان محلی آن ولایت دیدار کرده و از کشتزارهای زراعتی به ویژه کچالو و باغات در این ولایت بازدید نمود.
مولوی عطالله عمری در این سفر از باغ شاه فولادی که در ساحه صد جریب زمین ساخته و بیش از ۳۰ هزار نهال در آن غرس شده دیدن نمود.
هم چنان در حاشیه این سفر از موزیم بامیان دیدن  نیز نمود.
مولوی عطاالله عمری در مورد اهمیت تولید زراعتی ولایت بامیان صحبت کرده و از تلاش ‌های وزارت زراعت جهت فراهم نمودن سهولت برای دهقانان آن ولایت سخن زد:« ولایت بامیان در تولید و کشت کچالو در کشور از شهرت زیادی برخوردار است، ما در تلاش ایجاد مارکیت در بازار داخلی و خارجی هستیم، مدیریت آبها، ترویج مالداری، افزایش جنگلات و ترویج بیشتر زراعت به شکل معیاری از اولویت کاری ما است.»
ولایت بامیان یکی از ولایت‌های است که بیشترین کچالو را تولید می‌کند، هم چنان گندم و میوه جات سیب، ناک و آلو از تولیدات عمده این ولایت می‌باشد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت