د ننګرهار دکرنې رییس د یوشمېر همکارو مؤسسو له چاراکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
د ننګرهار دکرنې رییس د یوشمېر همکارو مؤسسو له چاراکو سره وکتل

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې، ډاکار او اکشن آیډ مؤسسې له چارواکو سره په کتنه کې د دوی د نویو پروژو پر تړاو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسول خوشحال اصفي وویل: «ننګرهار کې  ۱۳ سوه مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو  وېشو،  چې د ۱۵ زره بزګرانو سروې بشپړه شوې او د پاتې ۱۰ زره بزګرانو سروې ډېر ژر پیلوو،  ۱۱ ولسوالیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروګرام لرو،  د سبو اصلاح شوی تخمونه،  شاتو مچیو ترویج ،  وړې شني خونې جوړول،  دسویابین تخمونو ورکړه او ۱۵۰۰ تنو ته د کورنیو چرګانو ورکړي پروګرامونه لرو ».
همدارنګه د ډاکار مؤسسې استازی، هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپل نوې پروژې او د بدیل معشیت د پروګرامونو دپیل خبر ورکړ.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د یادو پروژو او مؤسسو چارواکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت