د میدان وردګو نرخ کې ۱۰۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۱:۴۲
د میدان وردګو نرخ کې ۱۰۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړېږي

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نرخ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۱۰۰بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړوي.
د کونړ ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د کونړ ولایت د نرنګ په لسوالی کې ۱۰۰  کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه ووېشل شول.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکول کېږي، چې دمګړۍ پر دغو کسانو د چرګانو خوراکي توکي او درمل وېشل شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به پر دوی د هګیو چرګان هم ووېشل شي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت