د کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۵:۵۵
د کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ هوکړه لیک د وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، چې د ځمکو چارو ادارې رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوې وه، د استملاک او بیا میشتیدنې عمومي ریاستونو، جیوډیزې او کادستر ریاست مسوولینو هم برخه اخیستې وه.
دغه هوکړه لیک ۳ فصلونه او ۱۱ مادې لري، چې د ښاري ځمکو د تصفیې د پروژې د کار د ښه تطبیق په موخه، چې د کابل ښاروالۍ له خوا پیلیږي، ترتیب شوی دی.
د دغه هوکړه لیک له مخې، د کرنې وزارت د ځمکو اداره په غیر پلان شوي سیمو کې د خصوصي او امارتي ځمکو د جلا کولو او تثبیت او همدارنګه د ملکیت د حقونو د تامین، د ځمکو د انتقال او د کورونو خاوندانو ته د ملکیت د اسنادو د وېش مسوولیت په غاړه لري.

جلسه‌ای به منظور نهایی سازی تفاهم نامه همکاری بین وزارت زراعت و شاروالی کابل برگزار شد
۲۷ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به منظور نهايي سازی تفاهم نامه همکاری و همآهنگی میان رياست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شاروالی کابل  برگزار شد.
این جلسه که به رهبری ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس ریاست اراضی در ریاست اراضی  برگذار گردید مسوولان از ریاست‌های عمومی استملاک و اسکان مجدد و جیودیزی و کدستر نيز اشتراک ورزیده بودند. 
این تفاهم نامه دارای ٣ فصل و ١١ ماده می باشد که به منظور تطبیق بهتر کار پروژه تنظیم مجدد زمین‌های شهری که از سوی شاروالی کابل به را انداخته می‌شود ترتیب گردیده است. 
 به اساس این تفاهم نامه ریاست اراضی  وزارت زراعت مسوولیت تفکيک و تثبیت قطعات زمین‌های شخصی و امارتی همچنان تثبیت حق مالکیت، انتقال زمین و توزیع سند ملکیت به مالکین خانه های ساحات غیر پلانی را به عهده دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت