د هلمند ولایت کرنې ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۲
د هلمند ولایت کرنې ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه

 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه چې پکې ددې ادارې د پلان او برنامو عمومي مدیر ، د ترویج عمومي مدیر ، د همکارو ادارو او مؤسساتو استازو او مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې د کرنېې د سکڼور اړوندو مؤسساتو مسئولینو د تیرې میاشتې په لړ کې د خپلو ترسره شوو کړنو راپور وړاندي کړل.
په غونډه  کې دهلمند د کرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ مدیر انجنیر امان الله تسکین اړونده مؤسساتو او انجیوګانو مسئولینو ته د میاشتنیو راپورونو پر وخت ورکولو او د چارو همغږي کېدلو باندې تاکید او ټینګار وکړ.
وروستیو کې د چارو لا سمښت او همغږي کېدو په موخه د سکتور اړونده غړو لخوا نظرونه، غوښتنې او سپارښتنې شریکې شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت