د پکتیا نباتي درمل پلورنکو سره د کرنې رییس غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۰
د پکتیا نباتي درمل پلورنکو سره د کرنې رییس غونډه

 د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پکتیا ولایت دکرنې رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعید د مرکز ګردیز اړوند د نباتي درمل پلورنکو سره ناسته ترسره کړه. 
په یاده ناسته کې د پکتیا د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس  مولوي عبدالرؤف سعید، د کرنيزو چارو آمر  عبدالله حلیم زی، بوټو ساتنې او قرنطين لوی مديريت کارکوونکي او نباتي درمل پلورونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس  عبدالرؤف سعيد د غونډې ګډون والو ته د ښه را غلاست ترڅنګ د مالدارۍ او نباتي درمل پلورلو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
وروسته دبوټو ساتنې مديريت لخوا د نباتي درملو پلورلو جواز اخيستلو، په نباتي درمل پلورنځيو کې د مسلکي  شخص موجوديت، د ممنوعه درملو نه پلورل او همدارنګه د مالداري او نباتي درملو  ځانګړی  پلورنځايونو په اړه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هدايات اوشرايط بيان شوه.
دغونډې په پای کې يوه پاڼه خبرتيا هر نباتي درمل پلورونکي ته ورکړل شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت