د ننګرهار کانال شرکت په ۲۰۰ جریبه ځمکه اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۰:۵
د ننګرهار کانال شرکت په ۲۰۰ جریبه ځمکه اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په همکارۍ د اصلاح شوې تخمونو د تولید په پار دکرنیزو شرکتونو له خوا په شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د اصلاح شوي تخمونو د تولید په پار کرکېله ترسره شوې، چې ډېر اصلاح شوي تخمونه به ترې ترلاسه شي.
د چارواکو په خبر د هډې فارم په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د هلال هډه وال کرنیز شرکت پر مټ د اصلاح شویو تخمونو د تولید په پار کرکېله ترسره شوې ده.
د هلال هډه وال کرنیز شرکت يو تن مسوول ډاکتر عبدالغفار لودين وايي سره ددې چې موږ به په ياده ځمكه اصلاح شوي تخمونه کښت کړي، ورسره سم به د هډې فارم له کابو ۵۰ کلونو نه پاتې ناهمواره ځمکې به هواره کړو، د اوبه خور ناسازه سيسټم به يې جوړ کړو، د اوبو ويالې او کنترولي دروازې به يې فعالې او يادې ځمکې به کرکيلې ته چمتو کړو.
د چارواکو په خبره له دغو ځمکو څخه تر لاسه شوې  اصلاح شوي تخمونه به د بزګرانو په واک کې ورکړل شي، چې ورسره به د غنمو د حاصلات کچه لوړ او د بزګرانو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۴۵
Background image

خوست کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

بازگشت