د کندهار په ارغستان کې د ۴۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۰ پروژې پلي شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۱ - ۱۱:۲۰
د کندهار په ارغستان کې د ۴۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۰ پروژې پلي شوي دي

۳۱ زمری ۱۳۹۸
د کندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبومهارولو او د خاوري د تخریب د مخنیوی په برخه کې د ۴۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي شوي دي. دغه پروژې د کرنې وزارت د پراختیایي پروژې او ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» پرمټ پلي شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې د ارغستان ولسوالۍ د خلکو په غوښته په تېرو دوو کلونو «۲۰۱۸ او ۲۰۱۹» کې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو مهارولو او دخاورې د تخریب د مخنوی په برخه کې ۸۰ پروژې پلي شوي دي. ښاغلي سیدي وویل: «د ارغستان ولسوالۍ د کندهار په سطحه د انارو مشهور ولسوالۍ دی، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۶۰ کاریزونه شتون لري، خو د وروستیو وچکالیو له امله ګڼ شمېر کاریزونه یې وچ شوي دي او خلک د اوبو له کموالي سره لاس او ګریوان وو، د ولسمشر په فرمان او ددې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه په تېرو دوو کلونو کې ددې ولایت د کرنې په برخه کې انقلاب رامنځته شو او د اوبو د مهارولو په برخه کې ۸۰ پروژې پلي شول.» د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې «درې سربندونه، ۴۴ کوچني کانګړېټي چکډمونه، ۳۱ د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او دوه ژورې څاګانې کېندل شامل دي، چې له دغو پلي شویو پروژو څخه ددې ولسوالۍ کابو ۱۰ زره اوسیدونکي ګټه پورته کوي.»
د ښاغلي سیدي په خبره ددې ولسوالۍ د کرنې د ودې په موخه په نږدې راتلونکې کې په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي کیږي. د هغه په خبره د یادو پروژو په پلي کولو سره ددې ولسوالۍ د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي او د نوی پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د ارغستان برخمن شوي بزګران او کورنۍ د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوی. هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل شوي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.
د دغو پروژو په پلي کولو سره د ارغستان ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر شته ستونزې هوارې شوي دي او ددې ترڅنګ به د بزګرانو اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت