میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۶
sas

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې،  د سي سي دښتې د ۹۳۳ کدستري امارتي قطعې دبررسي په پار د تخنیکي پلاوي غړو څخه د میدان وردګو ولایت د عدلیې رییس رییس مولوی مطیع الحق عثمان په مشرۍ پلاوی وټاکل شوي، چې یادې سیمې ته سفر وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د دایمیرداد ولسوالی د خوش قول د کلي د مدعي بها سیمې د ارزونې په پار هم پلاوی وټاکل شو، چې مشري یې د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس مولوی عبدالجبار خالد پر غاړه ده.
په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ د غونډې ګډونوال خپل نظرونه او وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۱
Background image

هلمند کې یوشمېر کروندګرو ته د ګلپي نبات د ساتنې او افاتو د مخنیوي روزنه ورکړل شوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو ددې ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

غزني کې له درملنې وروسته روغو شوو روږدو کسانو ته د شېدو ورکونکو وزو د وېش پروګرام پلي شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارۍ په ترڅ کې، د «اکشن اېډ» موسسې په مالي ملاتړ د هغو کورنیو لپاره د شېدو ورکونکو وزو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د هلمند په ولایت کې د پنبې د پروسس له فابریکو څخه د کرنې وزارت د ویاند لیدنه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، هلمند ولایت ته دخپل سفر پر مهال د پنبې له یو شمېر پروسس کوونکو فابریکو څخه. . .

بازگشت