خوست کې د مالدارۍ له یوشمېر پروژو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۵:۹
خوست کې د مالدارۍ له یوشمېر پروژو څارنه وشوه

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې د جنوبي زون مسوول ډاکټر عبدالحلیم ناصري، د خوست د مالدارۍ او حیواني روغتیا مسوولو ډاکټر روښان او د حیواني روغتیا مدیر ډآکټر قاسم یې ملتیا کوله د خوست ولایت علي شېر ولسوالی هارون خېل کلي کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د (ان،اي،سي) پروژې د فعالیتونو څارنه وکړه.
ددې سفر په ترڅ کې په یاد کلي کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خوا مېرمنو ته د ۳۰ قطعه یي چرګانو فارمونو جوړول، د څارویو د پوستکي ناروغۍ د واکسینو پلي کولو کمپاین او بټي ټاني حیواني کلینیک څخه څارنه وشوه.
دغه راز یاد پلاوي د ګربزو ولسوالی حیواني کلینیک څخه هم لیدنه وکړه.
ددې لېدنې او څارنې موخه خلکو ته د غوره چوپړتیا وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت