دننګرهار حصارک کې حيواني او نباتي درمل پلورنځي وڅارل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۰:۴۱
دننګرهار حصارک کې حيواني او نباتي درمل پلورنځي وڅارل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د حصارک ولسوالی ترویج مدیریت د حصارک ولسوالی بازار او شاوخوا سیمو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو او کیمیاوی سرو  هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه. 
  د دغه کنټرول څخه موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور، نسخې ورکولو،  په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی. 
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل جوازونه واخلی او یایې  نوي کړي.
 او همدارنګه دوی ته سپارښتنې  وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت