د ننګرهار کانال شرکت: ٢٠٠ جريبه ځمکه کې جوار او سویابین کرل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۰:۴۳
د ننګرهار کانال شرکت: ٢٠٠ جريبه ځمکه کې جوار او سویابین کرل کېږي

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایی، چې د یاد شرکت اړوند درېيم فارم  په ٢٠٠ جريبه ځمکه کې د جوارو هايبريډ اصلاح شوي تخم او سويابينو د کښت چارې  پیل شوي دي.
د یاد شرکت چارواکي وايي، چې د ننګرهارکانال په درېيم فارم کې له  ٢٠٠ جریبه ځمکې څخه په ١٥٠جريبه ځمکه کې اصلاح شوي جوار او په کابو ٥٠ جريبه ځمکه کې د سويابينو د کښت چارې پېل شوي دي، چې په زیاته پېمانه به جوار او سويابين ترې ترلاسه شي.
دا جوار او سويابين هلال هډه وال کرنیز شرکت  د ننګرهار کانال په ځمکه د شوي قرارداد  له مخې کري.
د هلال هډه وال کرنيز شرکت يو تن مسوول ډاکتر عبدالغفار لودين وویل "زموږ شرکت اړ دی، چې د شوي قرارداد له مخې به ٣٠سلنه جوار، د جوارو ټانټې د مالدارۍ فارم شته غواګانو خوراک لپاره، او په همدې اندازه به سويابين هم ننګرهار کانال ته ورکوي.
د ياد قرارداد له مخې به  ياد شرکت د ځمکې اجاره نه ورکوي .
اوپه دى جوارو او سويابينو د کښت لګښت او د سمبالونې چارې به د ياد شرکت په غاړه وي.
بايد وويل شي ددغو جوارو او سويابينو د کښت چارې د درېيم فارم د امر انجنير قيس الله، د ياد فارم د مديرانو؛ د ياد قراردادي کرنيز شرکت مسوول او نورو چارواکو په حضور کې پېل شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

هرات ولایت ته د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس سفر

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او وياندوی مولوي شیرمحمد حاتمي، د دې ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۱
Background image

هلمند کې یوشمېر کروندګرو ته د ګلپي نبات د ساتنې او افاتو د مخنیوي روزنه ورکړل شوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو ددې ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

غزني کې له درملنې وروسته روغو شوو روږدو کسانو ته د شېدو ورکونکو وزو د وېش پروګرام پلي شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارۍ په ترڅ کې، د «اکشن اېډ» موسسې په مالي ملاتړ د هغو کورنیو لپاره د شېدو ورکونکو وزو د. . .

بازگشت