لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۵۵
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

 د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب اوپراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه تېره د لغمان دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو چارواکو د دې ولایت د دولت شاه ولسوالی د فرشغان درې قومي مشرانو، سپین ګیرو او میشتو قومونو سره د ځنګلونو خوندیتوب، دلرګو د پرېکېدو د مخنیوي او قاچاق په پار غونډه دائره کړه.
په جوړه شوی ګډه ناسته کې د لغمان دکرنې ریاست د دولت شاه ولسوالی فرشغان درې مشرانو ته د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او دځنګلولونو د ساتلو، دځنګلونو د اقتصادي ارزښت او د ځنګولونو د بیا احیا په تړاو لازمې لارښوونې وشوې، او ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې د دولت شاه ولسوالی د فرشغان درې قومي مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت