د ننګرهار دکرنې ریاست: د ایران قونسلګرۍ له چارواکو سره غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۹:۵۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: د ایران قونسلګرۍ له چارواکو سره غونډه دائره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد د دې ولایت د بهرنیو چارو ریاست په مقر کې د بهرنیو چارو رییس په ملتیا د ایران قونسلګرۍ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د کرنې ادارې رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ برخې په پرمختګونو رڼا واچوله او زیاته يې کړه، چې د طبیعي ځنګلونو بیا رغولو، چک ډیمونو او تراسونو جوړولو، د بېرو او پلوڅو ځنګلونو احداثولو، د چرګانو او کبانو هچرۍ جوړولو، شنو خونو او سړو خونو جوړولو او همدا راز د سبو او مېوو د پروسس مجهزې فابریکې جوړولو سره به نورهم په ننګرهار کې کرنه او مالدارۍ پیاوړي شي او د کروندګرو او مالدارانو په اقتصاد کې به ښه والی راشي.
ورته مهال د ایران قونسل ژمنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د لا پرمختګ لپاره به اړیني پروژې په ننګرهار کې پلی کړي، او هم به د کرنې برخې ایراني متخصصینو له لوري کروندګرو ته د وړتیا لوړونې برخه کې روزنې ورکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

بازگشت