د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د لابراټوارونو د طرحې بشپړولو په پآر نظر غوښتنه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۶:۲۸
د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د لابراټوارونو د طرحې بشپړولو په پآر نظر غوښتنه


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د لابراټوارونو د طرحې بشپړولو په پار دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د یوشمېر ادارو د استازو په شتون کې غونډه دائره شوه.
دغه طرحه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني، د مالیې، سوداګرۍ او صنایعو، نورم او سټنډرډ او د خوړو او درملو دکنټرول ادارې د استازو په ګډه غونډه کې شریک او د حاضرینو نظرونه په کې شامل شو.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال وویل، چې د قرنطین مرکزونه د هېواد په ټولو بندرونو کې مجهز او فعال دي او د وارداتي او صادراتي موادو د څارنې دنده پر غاړه لري.
ښاغلي عثماني وویل، چې اسلامي امارت د دې بندرونو له لارې وارداتي مواد کنټرولوي ترڅو د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د صادراتو او وارداتو مخه ونیول شي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم او د دې ادارې کارپوهانو د پریزینټیشن له لارې خپله طرحه  د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.


نظر خواهی جهت نهایی سازی طرح لابراتوارهای ریاست حفاظه نباتات و قرنطین 
۱۴ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با حضور داشت نماینده گان چندین اداره به منظور نظرخواهی جهت نهایی سازی طرح لابراتوارهای ریاست حفاظه نباتات و قرنطین برگزار شد.
این طرح در جلسه مشترک با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، نمایندگانی از وزارت مالیه، تجارت و صنعت، نورم و استندرد و اداره کنترول دوا و غذا شریک شد و نظریات حاضرین نیز در آن گنجانیده شد.
در این جلسه معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفت که مراکز قرنطین در تمام بنادر کشور تجهیز و فعال می‌باشد و مسوولیت دارند تا از مواد وارداتی و صادراتی نظارت نمایند.
 آقای عثمانی گفت امارت اسلامی از طریق این بنادر مواد وارداتی را کنترول می‌کند تا از صادرات و وردات مواد بی‌کیفیت جلوگیری نماید. 
در این نشست انجنیر عتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت و متخصصین این ریاست طرح را از طریق پریزنتشین پیشکش حاضرین نمودند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

بازگشت