د ننګرهار دکرنې ریاست:چپرهار کې د نږدې ۴.۸ میلیون افغانیو په ارزښت د کانال جوړونې چارې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۴۲
د ننګرهار دکرنې ریاست:چپرهار کې د نږدې ۴.۸ میلیون افغانیو په ارزښت د کانال جوړونې چارې روانې دي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت چپرهار ولسوالی کې د  ۴ میلیونه ۷۹۷ زره او ۱۸۰ افغانیو په ارزښت د موري کانال او سربند چارې په چټکۍ روانې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایې، چې  د ROP / CBARD  پروژې په همکارۍ ددې ولایت د چپرهار په ولسوالی کې د بزګرانو د ستونزو حلولو په پار د اوبولګولو د يو کانال او سربند د رغولو چارې پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره په دې پروژه کې د ۷۴۰ مترو په اوږدوالې یوکانال او سربند، ۲۵ متره محافظوي دیوال ۹ دروازي او یو پولچک شامل دي، چې په بشپړېدو سره يې ډېر شمېر کرنيزې ځمکې خړوب او د اوبو له ګواښ څخه خوندي کېږي.
 دا پروژه د چپرهار ولسوالی اړوند موري په کلي کې پیل شوی،  چې په بشپړېدو سره به یې ۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، او سلګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال له جوړېدو  څخه خوښي وښودل،  او د پروژې او ولسوالی له مسولینو یې مننه وکړه. 
په یاد کانال کې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ تنو پوری فني او غیر فنی کاریګر کارکوی چط د ٣ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.  
په یاد کانال کې کاریګرو ته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ او فني کاریګرو ته د ورځې ۶۰۰ افغانۍ مزد ورکول کېږي. 
 د یادونې وړ ده، چې د  ROP/ CBARD مؤسسه دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ،  شنوخونو جوړولو،  کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنیوی کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د بوټو ژغورنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د چانجیر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

بازگشت