د هلمند مارجه کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ په پار هڅې؛ ۴۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړو شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۰:۴۲
د هلمند مارجه کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ په پار هڅې؛ ۴۰ کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړو شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DACAAR» مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مارجې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۴۰ بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي دي.
د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د هلمند ولایت د مارجې په لسوالی کې ۴۰  کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه ووېشل شول.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، پنځه بوجۍ د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې مرستې لړۍ به د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳۰
Background image

هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د بوټو ژغورنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د چانجیر په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۸
Background image

له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

بازگشت