میدان وردګو ولایت کې ۲۰۰ بڼوالو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
میدان وردګو ولایت کې ۲۰۰ بڼوالو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړویال پروګرام «WFP» په مالي او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د جلریز او نرځ ولسوالۍ پر ۲۰۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست وایي، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې  له خوا پر یادو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي، چې په کې د ښاخ برۍ قیچي، اره او ترڅنګ یې د محصول ټولولو خریطې او سبدونه شامل دي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره یاد بڼوال د مسلکي چارو د پرمخ وړولو په پار روزنه هم ورکړل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت د بزګرانو او بڼوالو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ارزښت لرونکي پروژې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت