لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۴:۱۳
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه تېره د لغمان دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو چارواکو د دې ولایت د علینګار ولسوالی د تګ درې قومي مشرانو، سپین ګیرو او میشتو قومونو سره د ځنګلونو خوندیتوب، دلرګو د پرېکېدو د مخنیوي او قاچاق په پار غونډه دائره کړه.
په جوړه شوی ګډه ناسته کې د لغمان دکرنې ریاست د علینګار ولسوالی تګ درې مشرانو ته د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او دځنګلولونو د ساتلو، دځنګلونو د اقتصادي ارزښت او د ځنګولونو د بیا احیا په تړاو لازمې لارښوونې وشوې، او ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې د علینګار ولسوالی د تګ درې قومي مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت