د هلمند بست کلا کې د باراني اوبو مهارولو په موخه چیکډم جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۲:۳۱
د هلمند بست کلا کې د باراني اوبو مهارولو په موخه چیکډم جوړېږي

٢٧ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٨ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست په هلو ځلو د موسمي بارانونو د مهارولو په موخه د بست کلا ریګستان سیمه کې د کوچني توربند په نوم چیکډم جوړولو چارې پیلېږي. 
داوبو زېرمه کولو دغه ناور چې ١٠٠ متره اوږدوالی، ٥٠ متره سور او ٣ متره ژوروالی لري ډاکار (DACAAR) مؤسسې په مالي مرسته وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا رغول کېږي، چې په رغېدو سره به یې په  یادو سیمو کې د باران اوبه مهار، د ځمکي لاندي اوبه به ډېرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
په همدې موخه د هلمند ولایت د کرنې ریاست اړوند طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو، د ډاکار (DACAAR) مؤسسې استازو او د قراردادي شرکت مسؤلینو له سیمې څخه له نږدې لیدنه وکړه او د چارو د پیل په اړه یې د وسایطو د انتقال په اړه لازم تصمیمونه ونیول. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د کرنې ریاست لخوا د اخند او حسن نيکه په نوم د باراني اوبو مهارلو په موخه چیکډمونه رغول شوي دي، چې دا مهال ترې ګڼ مالداران او کوچیان ګټه پورته کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت