پکتیا کې د مالدارۍ پر پنځو ګروپونو د روغتیا ساتنې کېټونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۲
پکتیا کې د مالدارۍ پر پنځو ګروپونو د روغتیا ساتنې کېټونه ووېشل شول

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د میرزکې ولسوالی د مالدارۍ پر پنځو ګروپونو چې نږدې ۱۰۰ مالداران په کې شامل د روغتیا ساتنې کېټونه وېشل شوي دي.
د چاراکو په خبره یادو پنځو ټولنو ته له دې وړاندې د حیواناتو د سختو ویروسي او ساري ناروغیو، د روغتیا ساتنې او واکسینونو پلي کولو په هکله د عامه پوهاوي ورکشاپونه ترسره شوي، چې په هر ګروپ یا ټولګي کې ۲۰ مالداران شامل دي.  
د پکتیا ولایت  میرزکې ولسوالی کې د هالنډ کمیټې لخوا د مالدارانو لس ګروپونه جوړ شوې، چې پنځّ ټولګیو ته چې په خلیلانو، جاندل، حجیانو، منځ کلی او ازاد خوړ کلیو کې دي څو اوونۍ وړاندې ورکشاپ دایر شوی و، چې اوس ورته د روغتیا ساتنې کيټونه وویشل شول او پاتې پنځه ګروپونو ته چې په غونځۍ، انډوام، رګ انډوام او کړکین دره  کې دي، په نږدې ورځو کې به د حیواني روغتیا په برخه کې ورکشاپ دایر او یاد کیټونه ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت