د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۵
د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پآر هڅې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د یاد ریاست اړوند دویم فارم کې ۱۵ جریبه چې ځمکې غصب شوي و، له غصبه خلاص شو.
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال په هر فارم او هر ځای کې چې غېرمسوول اشخاص پراته دي ، ټولوته مو له وړاندې د بېلابېلو لارو خبرتیاوي ورکړي چې د کانال یادې ځمکې پرېږدي، هغوي چې پرې کورونه او مېنې ابادې کړي د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې سیمې به  ترې تخلیه شي.
د یادونې ده چې د ننګرهار کانال اړوند نږدې پنځه زره جریبه ځمکه غصب شوي دي، چې  په تېر شاوخوا یوه کال کې د ننګرهارکانال شرکت له خوا شاوخوا ۱۶۰۰ جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوي دي او دا کمپاین په چټکۍ سره روان دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت