د هلمند نادعلي کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۱۹
د هلمند نادعلي کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو

د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د هلمند په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسین کولوکمپاین دویم پړاو پیل کړی دی.
په همدې موخه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی کې د لمپې سکين ويروسي ناروغۍ مخنیوی په موخه  د واکسين دتطبيق عملي چارې پیل شوي دي.
دغه پروسه چې د (FAO) ادارې په مالي همکارۍ ترسره کېږي، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی دی. 
تر دې مهاله په نادعلي ولسوالی کې  سلګونه غواګاني واکسین شوي دي، چي  دیادې ولسوالی دمالدارۍ دمدیر لخوا یې وخت په وخت  نظارت ترسره کېږي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۴
Background image

دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس. . .

بازگشت