پکتيا کې پر ۳۷۰  اړمنو کورنيو  د‌ مېږو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۵۰
پکتيا کې پر ۳۷۰  اړمنو کورنيو  د‌ مېږو د وېش لړۍ پيل شوه

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې برنامې اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت مرکز ګردیز، سيدکرم، ګرده څیړی، وزې ځدران، لجه منګل او جانۍ خېلو ولسواليو ۳۷۰  اړمنو کورنيو ته د مېږو د وېش لړۍ د پکتيا ولايت د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د اقتصاد رییس مولوي محمد انور راشد او د کلیو او پراختیا رییس مولوي محمد صادق، د اړیکودفتر ولایتی مسئول شریف الله ایوبي، د یادې مؤسسې کارکونکو او مالدارانو په شتون کې پيل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید وويل، چې د يادې پروژې له پلي کېدو څخه يې موخه د سېلابونو د متضرره شويو کورنيو لاسنيوی، د مالدارانو د کورني اقتصاد پياوړتيا او په کور دننه مالدارانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
په همدې حال کې د اړیکودفتر ولایتی مسئول شریف الله ایوبي وویل، چې په يادو کورنيو کې ۱۱۹  د مرکز، ۶۸   د سیدکرم ۳۶ د ګرده څېړی،۷۰ د وزي ځدراڼ، ۳۵ د لجه منګل او ۴۲ د جانی خیلو ولسوالۍ بې وزله کورنۍ شاملې دي، چې هرې مېږې سره یو بچی هم شامل و چې ټولیز شمېر یې ۷۴۰  ته رسېږي.
دغه راز د اقتصاد رییس مولوي محمد انور راشد په خپلو خبرو کې د خوښۍ ښودلو ترڅنګ له مالدارانو وغوښتل، چې د مېږو پالنې ته جدي پاملرنه وکړي او د اړیکو دفتر د دوامداره همکاریو څخه یی مننه وکړه.
ددې مرستې موخه د بې وزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت