د هلمند د څېړنیز فارم د مېوو بڼونو د حاصلاتو قرارداد لاسلیک شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۴۸
د هلمند د څېړنیز فارم د مېوو بڼونو د حاصلاتو قرارداد لاسلیک شو

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د بېلابېلو مېوو بڼوڼه د یوه فصل لپاره د ازادې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شوي دي. 
د مېوو یاد بڼونه چې پکې شفتالو، مڼه، انار، پلم او انګور شامل دي، د تدارکاتو قانون له مخې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو. 
په ورته مهال د هلمند د کرنې رییس مولوي نظر محمد صدیقي د افر خلاصولو ګډ کمیسون باندې تاکید وکړ چې د یادو بڼونو محصولات د تېرو کلونو په پرتله په لوړه بیه ورکړل شي،  ترڅو د نظام د عوایدو په زیاتولو کې بهبود رامنځته شي.
هغه همدارنګه له داوطلبانو غوښتنه وکړه، چې د یادو بڼونو د قراداد له ګتلو وروسته د فارم د بڼونو په حفظ او مراقبت کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادو بڼوڼو داوطلبۍ د ولایت مقام په حکم  د ګډ پلاوی په حضور کې، چې پکې د ولایت مقام، استخباراتو، مستوفیت، اطلاعات او فرهنګ ریاست، کور او ښار جوړولو ریاست او کرنې ریاست استازي شامل وو ترسره شوه، چې پکې یوتن عبدالغفار د فتح محمد زوی د لوړې بیې په ورکولو سره په مبلغ (٤٥٢٠٠٠) افغانۍ ګټونکی اعلان شو .
د یادولو وړ ده، چې نوموړي بڼونه د یوه فصل لپاره د ځانګړیو شرایطو له مخې په اصولي توګه په قرارداد ورکول شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت