ننګرهار کې پر ۱۳ جریبه ځمکه تفریحي پارک او کلېکسون بڼ جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۳۹
ننګرهار کې پر ۱۳ جریبه ځمکه تفریحي پارک او کلېکسون بڼ جوړېږي

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي واي، چې د یاد ریاست اړوند «هډې فارم» سیمه کې پر ۱۳ جریبه ځمکه یو تفریحي پارک او کلېکسون بڼ جوړېږي
د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام‌الرحمن کظیم وایي، چې د دې ولایت اړوند هډې فارم په عبدالخېلو سیمه کې په ۱۳ جریبه ځمکه د یوه تفریحي پارک ترڅنګ، کلېکسون بڼ هم جوړوي.
د نوموړي په وینا، له دې ځمکې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هېڅ ډول استفاده نه وه شوې او دوی اوس پارک او کلېکسون ته ځانګړې کړی ده.
د هډې فارم عبدالخېلو بلاک په ۵۲۹ جريبه ځمکې بېلابېل ډوله باغونه جوړ شوي چې په‌کې ۳۲۸۷۷ بوټي کېنول شوي او لسګونو کسانو ته په‌کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت