د ننګرهار کانال ریاست په ۴۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۳۴
د ننګرهار کانال ریاست په ۴۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي

د ننګرهارکانال شرکت په درېيم فارم کې په کابو ۴۰۰ جریبه ځمکه تازه د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې وسره به په راتلونکې کې ددې ریاست دزیتونو د حاصلاتو کچه لا لوړه شي .
د ننګرهارکانال شرکت د زیتون فابرېکې امر مولوي اخترمحمد هاشمي وايي، د زیتونو هغه بلاکونه چې انقلابي شرایطواو جنګونو تخریب کړي او له منځه وړي و، له ډېره ښه مرغه اوس پرې ننګرهارکانال شرکت بیا ځلې زیتون بڼونه جوړوي، او له ښه مرغه اوس د درېيم فارم په شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکې زیتون باغونه بیا ځلې احداث شوه. 
د زیتونو فابرېکې امر وویل: «د زیتونو فابرېکې کې موږ د ډېرو نورو رسمي کارونو ترڅنګ د زیتونو تېلو څخه د بوتلونو ډکولو پروسه روانه کړې او تمه ده، چې د زیتونو د سوچه او خالصو تېلو څخه به کابو ۱۴۳ زره ۵۰۰ ملي لیتره بوتلونه ډک شي.»
نوموړي وايي موږ د ورځې کابو ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ پورې زیتون بوتلونه ډکوو . 
یاده فابریکه، چې ۵۷ کاله کاري مخینه لري، د ننګرها، کندهار او یوشمېر نورو ولایتونو څخه چې د زیتونو بڼونه په کې شتون لري، د زیتونو حاصلات راټول او پروسسوي.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، چې د زیتونو د تولیداتو زیاتوالي په پار د زیتونو نوي بڼونه هم جوړېږي. 
د ننګرهار د زیتونو فابریکه په ۱۳۵۸ ام کال کې په ۲۷.۵ جریبه ځمکه کې جوړه او په ۱۳۶۴ ام کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي، په دې فابریکه کې له سل ټنه زیتون څخه تر پروسس وروسته لس ټنه تېل په لاس راځي.
دغه کارخونه بېلابېلې برخې لکه، د زیتونو پروسس، د اچارو جوړول، اداري، د تصفیې خونه، لابراټوار، واټرپمپ او بخار خونه لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۴۸
Background image

د هلمند موسی کلا کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي وېشل کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارئ ریاست لخوا، په موسی کلا ولسوالی کې د کرنیزوخدمتونو عمومي مدیریت او د افغانستان د راتلونکي نسل خیریه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د هرات د کرنې او مالدارۍ د ټولنې له غړو سره دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس لیدنه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

هرات ولایت ته د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس سفر

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او وياندوی مولوي شیرمحمد حاتمي، د دې ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا. . .

بازگشت